د دید خبري اژانس: د انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې د سازمان غړو هیوادونو تر اوسه پورې له خپلو بیړنیو زیرمو څخه ۳۴۹ میلیونه بیرله خام تیل او پټرولیم محصولات ایستلي دي، او تمه کیږي چې دا شمېره به د ۲۰۲۷ کال د فبروري تر پایه پورې ۴۲۰ میلیونه بیرله ته ورسیږي.

د ادارې د احصایو له مخې، تر اوسه پورې د ټولو ایستل شویو تېلو څخه ۱۳۶ میلیونه بېرله د امریکا د براعظم له هیوادونو څخه، ۱۲۴ میلیونه بیرله له آسیا او ارام سمندر څخه او ۸۹ میلیونه بیرله له اروپايي هیوادونو څخه وو.
تمه کیږي چې د ۲۰۲۷ کال د فبروري تر پایه پورې به ۷۱ میلیونه بیرله نور هم بازار ته وړاندې شي. په دې توګه، د بیړنیو زیرمو څخه ټول ایستل به ۴۲۰ میلیونه بیرله ته ورسیږي، چې د غړو هیوادونو لخوا د ۴۰۰ میلیونه بیرلو د لومړنۍ ژمنې څخه ۲۰ میلیونه بیرله ډیر دي.
دا اقدام د بیړنیو زیرمو څخه د تیلو رسولو پروګرام په چوکاټ کې د نړیوال تیلو رسولو د پیاوړتیا په هدف ترسره کیږي.