د دید خبري اژانس: د افغانستان او متحده عربي اماراتو سوداګرو موافقه کړې چې د ترکمنستان د دولتي توکو او خامو موادو په تبادله کې د سوداګرۍ پرمهال د ترکمنفټ دولتي شرکت څخه د ۱۱.۳ ملیون ډالرو په ارزښت تصفیه شوي ډیزل واخلي.

د خپاره شوي راپور له مخې، دا پیرود د ترکمن نفټ او د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د دوو تړونونو په بڼه پای ته رسیدلی.
افغانستان د خپلو تیلو اړتیاوو لویه برخه د سیمې له هیوادونو څخه، پشمول د ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، ایران او روسیې څخه ترلاسه کوي.