د دید خبري اژانس: د یمن وسله والو ځواکونو د الجوف ولایت په آسمان کې د سعودي عربستان د CH-4 کشفي او جنګي بې پیلوټه الوتکې د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی دی. دا ډرون د دې ډول شلمه الوتکه ده چې د یمن د جګړې پرمهال ویشتل شوې ده.

د پوځي سرچینو په وینا، دا ډرون د عقرب په ۲۴مه سهار د الجوف په دښته کې د ماموریت ترسره کولو پرمهال ولیدل شو او د مناسبو وسلو په کارولو سره په نښه او ویشتل شو.
د دې ډرون له ویجاړیدو سره، د یمن د جګړې پرمهال د ویشتل شویو CH-4 بې پیلوټه الوتکو شمیر ۲۰ ته رسیدلی دی. همدارنګه، د دې سرچینو لخوا خپاره شوي احصایو له مخې، د سعودي عربستان، متحده ایالاتو، اماراتو او د دوی د متحدینو لخوا د یمن په جبهو کې د ویشتل شویو الوتکو ټولټال شمیر ۱۴۷ ته لوړ شوی دی.
د CH-4 بې پیلوټه الوتکه د چین لخوا جوړه شوې کشفي او جنګي بې پیلوټه الوتکه ده چې د څارنې ماموریتونو او هوایی بریدونو لپاره کارول کیږي.