اسلایدشوافغانستانکلتور او ادب

خیرخواه د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د جاپان پر همکارۍ ټینګار وکړ

دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، په کابل کې د جاپان له سفیر د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.

په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي هم حاضر و؛ د جاپان سفیر د هغو پروژو په اړه معلومات ورکړي چې جاپان یې په افغانستان کې فعالیت ترسره کوي.

هغه د افغانستان لپاره د جاپان د شپږ میلیونه ډالرو مرستې په اړه هم معلومات ورکړي چې دوه ورځې وړاندې له «یو‌ان‌اچ‌سي‌آر» ادارې سره د بېځایه شویو کورنیو او راستنېدونکو کډوالو لپاره لاسلیک شوی و او په وینا یې دا مرستې د زیانمن شویو برخو د جوړولو لپاره دي.

د جاپان سفیر همدا رنګه د هغه شپږ کسیز پلاوي په اړه راپور وړاندې کړی چې د ملي موزیم رئیس هم شتون پکې درلود او څو ورځې مخکې د «ساساکاوا» بنسټ په رسمي بلنه جاپان ته تللي وو، چې یاد پلاوي د فرهنګي میراثونو د څېړنې انسټیټیوټ او د توکیو د میراثونو فرهنګي ادارې څخه لیدنه کړې وه.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ویلي چې د افغانستان او جاپان اړیکې په تاریخي توګه مثبتې دي چې د صداقت او باور پر بنسټ جوړې شوې دي او د هغه پلاوي سفر چې تازه جاپان ته تللی و؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا پیل دی.

ملا خیرخواه، د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د جاپان پر همکارۍ ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د یاد هېواد لېوالتیا مهمه بللې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین هم په خپلو خبرو کې، د فرهنګي میراثونو په اړه د ښوونیزو پروګرامونو او سمینارونو د جوړولو یادونه کړې او د دغه شان پروګرامونو جوړول یې د تاریخي آبداتو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره مهم بللی دی.

عزیزي د ملي موزیم، بالاحصار او منار جام په اړه خبرې وکړې او له جاپان څخه یې د دغو تاریخي ځایونو د بیارغونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د کتنې په پای کې، د افغانستان او جاپان د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا