افغانستانخبرخبرې اترې

رباب فاطمه په ننګرهار کې له ځايي چارواکو او خلکو سره وکتل

د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه، ننګرهار ولایت ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې له حکومتي چارواکو، ښځو، سیمه ییزو مشرانو، سوداګرو، راستنیدونکو او د ملګرو ملتونو د ادارو له استازو سره وکتل او د نظرونو تبادله یې وکړه.

یوناما نن، د یکشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۰ نیټه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دې غونډو موخه د خلکو د اړتیاوو، موجوده ستونزو او په ولایت کې د مهمو مسلو په اړه مستقیمه پوهه ترلاسه کول وو.

د دې سفر په جریان کې، میرمن فاطمې یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پر ژمنې او ملاتړ ټینګار وکړ.

دا غونډې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې بشري اړتیاوو ته رسیدګي، د راستنیدونکو ملاتړ او د سیمه ییزو ټولنو ستونزو ته پاملرنه په افغانستان کې مهمې مسلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button