خبرسیمه

په پاکستان کې د اوبلن ګازو د کمښت بحران؛ د ګازو بیه په آزاد بازار کې د رسمي بیې په پرتله دوه چنده شوه

د دید خبري اژانس: د پاکستان او ایران په پوله کې د ستونزو او د اوبلن ګازو د وارداتو د کمښت وروسته، د پاکستان په آزاد بازار کې د اوبلن ګازو بیه د رسمي نرخ په پرتله دوه چنده زیاته شوې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له ایران څخه د اوبلن ګازو د واردولو په پروسه کې د خنډونو وروسته، په هیواد کې د اوبلن ګازو بازار له سخت کمښت سره مخ دی او په آزاد بازار کې د دې محصول بیه د پام وړ لوړه شوې ده.

د پاکستان د تیلو او ګازو د تنظیم ادارې په وینا، د هر کیلوګرام اوبلن ګازو رسمي بیه شاوخوا ۲۹۴ روپۍ ده او د ۱۱.۸ کیلوګرامه کپسول بیه ۳۴۷۰ روپۍ ده؛مګر دا محصول په آزاد بازار کې تر ۶۳۰ روپیو پورې په هر کیلوګرام پلورل کیږي.

د پاکستان د ګازو د ویشونکو ټولنې مشر، په بازار کې د بحراني وضعیت تاییدولو سره وویل چې د هیواد د LPG اړتیاو لږترلږه ۷۰ سلنه له ایران څخه چمتو کیږي، او د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کې رامینځته شوي ستونزې د دې محصول رسولو مخه نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button