افغانستانامنیت او حوادثخبر
د چاریکار په جنګل باغ کې د شپې له خوا وسله والې نښتې
د دید خبري اژانس: د پروان ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې د ولایت مرکز چاریکار ښار په جنګل باغ سیمه کې وسله واله نښته وشوه.

د دې سرچینو په وینا، نښته شاوخوا دوه بجې پیل شوه او شاوخوا نیم ساعت لپاره په سیمه کې د پرله پسې ډزو غږونه اوریدل کېدل.
دا لا څرګنده نه ده چې نښته د چا ترمنځ وه او کومو عواملو په دې پیښه کې رول لوبولی دی.
همدارنګه، د دې خبر د خپرولو تر وخته پورې، په دې پیښه کې د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نشته او هیڅ کس یا ډلې یې مسؤلیت نه دی منلی.