د یمن بریدونو وروسته د ریاض هوايي ډګر ۸۶٪ الوتنې لغوه شوې
د دید خبری اژانس: د «کریډل» نړیوالې اډې د راپور له مخې، د یمن د انصار الله د توغندویی او په سعودی عربستان د بې پیلوټه الوتکو حملې د دغه هیواد د هوایی ترانسپورټ د پراخ ګډوډۍ سبب شوی او په ریاض کې چې د سعودی عربستان د هوایی ترانسپورټ مهم مرکز دی، د دغه هیواد د هوایی چلند او الوتنې چارې سختې اغیزمنې کړی دی.

د دغه راپور له مخې، د میزان له ۱۶مې تر عقرب ۳ د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر ۸۶ سلنه الوتنې لغوه شوې دي. د الوتنې ارقام ښیې چې پدې موده کې د لغوه شویو الوتنو شمیر له څلور زرو څخه ډیر دی.
دا په داسي حال ده سعودي چارواکو د ریاض د هوايي ډګر د محدودو فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره د انصارالله د خبرداري سره مخ وو او په دغه هوايي ډګر کې د فعالیتونو د بیا پیلیدو د مخنیوي سبب شوي دي. انصارالله دغه هوايي ډګر د پوځي هدف په توګه اعلان کړ او نړیوالو هوايي شرکتونو ته یې خبرداری ورکړ چې د سعودي عربستان له هوايي حریم څخه کار نه واخلي.