اسلایدشوخبرخبرې اترېسیمه

د څلور اړخیزې غونډې ګډونوالو د خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ

د دید خبري اژانس: د ایران اسلامي جمهوریت، پاکستان، ترکیې جمهوریت او سعودي عربستان لومړۍ څلور اړخیزه غونډه، چې د سیمه ییز امنیت او ثبات پورې اړوند مسلو باندې متمرکزه وه، نن دوشنبه، د عقرب ۴مه، ۱۴۰۵ کال کې په تهران کې ترسره شوه.

دا غونډه د ایران د اسلامي جمهوریت د عالي ملي امنیت شورا د جنرال محسن رضايي په کوربه توب وشوه او د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان؛ د پاکستان د وسله والو ځواکونو قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر؛ او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین پکې ګډون وکړ.

په غونډه کې ګډونوالو موافقه وکړه چې د څلورو سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په هدف، په ځانګړې توګه د سولې، امنیت او سیمه ییز ثبات په برخه کې خبرې اترې دوام ومومي.

دا غونډه د سیمه ییزو تعاملاتو د پیاوړتیا او د څلورو هیوادونو ترمنځ د مشورو د دوام لپاره جوړه شوه چې هدف یې د ګډو ګټو په برخو کې د همکارۍ پراختیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button