اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

د هرات د صنعتي تولیداتو صادرات په یوه میاشت کې ۹۷ سلنه زیات شوي دي

د دید خبري اژانس: په تېره یوه میاشت کې د هرات ولایت د صنعتي تولیداتو صادرات په سلو کې ۹۷ زیات شوي دي. هغه موضوع چې د تولیدي فعالیتونو پراخیدل او په بهرنیو بازارونو کې د دغه ولایت د کورنیو تولیداتو شتون په ګوته کوي.

په تېره یوه میاشت کې د هرات ولایت د صنعتي تولیداتو صادرات ۹۷ سلنه زیات شوي دي. هغه موضوع چې د تولیدي فعالیتونو پراخیدل او په بهرنیو بازارونو کې د دغه ولایت د کورنیو تولیداتو شتون په ګوته کوي.

دا زیاتوالی په داسې حال کې مطرح کیږي چې صنعتکاران او سوداګر د صنعت په برخه کې د نویو اسانتیاوو هرکلی کوي او د ځمکو د ویش د بهیر د چټکتیا، د ټرانسپورټي ستونزو د کمولو او د تولیدي فعالیتونو د شرایطو د ښه والي لپاره یو اغیزمن ګام بولي.

په همدې حال کې شاوخوا ۸۰۰ پانګوال د ځمکې د ترلاسه کولو او د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د یوې فابریکې د جوړولو په تمه دي. هغه موضوع چې د ځمکې د انتقال د پروسې د چټکتیا او په دغه ولایت کې د صنعتي پانګونې د پراختیا لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول په ګوته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button