د دید خبري اژانس: په ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د دوه اونیو تړلو وروسته د بیا پرانیستلو اعلان سره سم، د سعودي په پلازمینه کې د چاودنې راپورونه واورېدل شول. سعودي چارواکو تر اوسه د چاودنې لامل نه دی روښانه کړی.

د ریاض په ملک خالد نړیوال هوايي ډګر کې د الوتنو د بیا پیلولو له اعلان څو ساعته وروسته، چې د یمن د انصارالله د پرله پسې بریدونو له امله د دوو اونیو لپاره تړل شوی و، د سعودي په پلازمینه کې د چاودنې راپورونه واورېدل شول، خو سعودي چارواکو تر اوسه د چاودنې د لامل په اړه جزئیات نه دي اعلان کړي.
دا په داسې وخت کې راځي چې د یمن د انصارالله د پوځي ویاند یحیی سریع د هوايي ډګر د بیا پرانیستلو په وړاندې خبرداری ورکړ، او ټینګار یې وکړ چې د ملک خالد هوايي ډګر لاهم د ډلې د پوځي اهدافو په لیست کې دی.