اسلایدشوافغانستانخبرخبرې اترېسیمه

افغانستان او منځنۍ آسیا د دریو سیمه ییزو سازمانونو د ګډې غونډې په درشل کې دي

د دید خبري اژانس: د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) اعلان وکړ چې د دې سازمان، د خپلواکو هېوادونو د مشترک المنافع (CIS) او د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) ګډه غونډه به د اکتوبر په ۱۵ او ۱۶ په مسکو کې ترسره شي.

دا غونډه به د افغانستان په امنیتي وضعیت، ترهګریزو ګواښونو، افراطیت، د مخدره توکو قاچاق او د منځنۍ آسیا لپاره د افغانستان د بې ثباتۍ پایلو باندې متمرکزه وي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) د ګډ امنیتي شورا غونډه او د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو غونډه به هم د نومبر په ۱۰ او ۱۱ په مسکو کې ترسره شي، او تمه کیږي چې د امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پریکړې وشي.

دا غونډې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې روسیه او د منځنۍ آسیا هیوادونه د افغانستان د وضعیت څخه د راپورته کیدونکو امنیتي ګواښونو په اړه مخ په زیاتیدونکي اندیښنې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button