د دید خبري اژانس: د تکواندو افغان لوبغاړي د آسیا په سیمه کې د تکواندو د نړیوال فدراسیون د ریاست د کپ سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه او پاکستاني استازي ته یې ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړي محمد ګل محمدي د آسیا په سیمه کې د تکواندو د نړیوال فدراسیون د ریاست د کپ سیالیو د اتم پړاو په پومسای برخه کې د پاکستاني استازي ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.
له دې بریا سره، هغه په سیالۍ کې دریم مقام ترلاسه کړ او د افغانستان د سپورت کاروان لپاره یې د برونزو مډال ثبت کړ.
دا سیالي د پاکستان د لاهور ښار لخوا کوربه توب شوې وه او له ۳۰ څخه زیاتو هیوادونو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.
د افغانستان د تکواندو ملي ټیم هم په سیالۍ کې شتون لري، او د هیواد لوبغاړي په بیلابیلو برخو کې د مډالونو ګټلو او د دوی تخنیکي کچې ښه کولو لپاره میدان ته ننوتلي دي.