افغانستانخبرسیمه

د پاکستان پخوانی سفیر: اسلام آباد باید د افغانستان په اړه پر خپلې پالیسۍ بیا غور وکړي

د دید خبري اژانس: په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر ټینګار کړی چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ د کړکیچونو حل کول د پاکستان په چلند کې بنسټیز بدلون ته اړتیا لري، پوځي انتخاب یو طرف ته پریږدي، او له افغانستان سره ستراتیژیکې خبرې اترې پیل کړي.

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان د افغانستان په اړه د اسلام آباد د پالیسیو د بنسټیز بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

هغه د پوځي چلند د یو طرف ته کولو، د سرحدي لارو د بیا پرانیستلو او د دواړو هیوادونو د امنیتي اندیښنو د حل لپاره د ګډ میکانیزم د جوړولو په اړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان پخوانی سفیر زیاته کړه: د دوامداره کړکیچونو پر ځای، پاکستان او افغانستان باید د اړیکو د ښه کولو لپاره خپل ډیپلوماتیک، اقتصادي او سیمه ایزې همکارۍ ظرفیتونه وکاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button