افغانستانخبرسپورت

د کندهار د کرکټ لوبغالي د پراختیا لپاره ۱۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې

د دید خبري اژانس: د افغانستان کرکټ بورډ د کندهار د کرکټ لوبغالي کې د نویو پراختیایي پروژو د پیل اعلان وکړ.

د کندهار د کرکټ لوبغالي د پراختیا لپاره ۱۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو اعلان وکړ چې د کندهار د کرکټ لوبغالي کې د څو زیربنایي پروژو کار په رسمي ډول پیل شوی دی.

د سازمان په وینا، د امنیت د زیاتوالي لپاره د احاطې دیوال جوړول او د لوبغاړو او لیدونکو لپاره د اسانتیاوو د ښه کولو لپاره د ودانۍ بیارغونه د دې پلان له مهمو برخو څخه دي.

د دې پروژو د پلي کولو لګښت شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او ټاکل شوې ده چې په شپږو میاشتو کې به عملي شي.

چارواکو هیله څرګنده کړې چې دا اقدامات به د هیواد په جنوب کې د کرکټ د لا ودې لپاره لاره هواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button