د سوداګریزو لارو ناامني او خلاصو اوبو ته د باور وړ لاسرسي اړتیا دواړه هیوادونه هڅولي چې اقتصادي او ترانزیټ همکاري پراخه کړي.

قزاقستان او پاکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې خپلې اقتصادي او ترانزیټ اړیکې پراخې کړي. پداسې حال کې چې پاکستان هڅه کوي سیمه ایز تجارت راجلب کړي او د خپلو بندرونو، په ځانګړې توګه د ګوادر بندر ظرفیت فعال کړي، قزاقستان هم غواړي چې د بدیل سوداګریزو لارو په رامینځته کولو سره په دودیزو صادراتي لارو خپل انحصار کم کړي او د هند سمندر خلاصو اوبو ته لاسرسی ترلاسه کړي.
په دې برخه کې، د منځنۍ آسیا د اقتصادي همکارۍ لپاره دوهم تیانشان فورم د نومبر په ۲-۳ د قزاقستان په الماتي کې ترسره شو. په دې غونډه کې، پاکستان د کراچۍ، ګوادر او قاسم بندرونه د منځنۍ آسیا د وچې پورې تړلو هیوادونو لپاره د سمندري سوداګرۍ لپاره د احتمالي دروازو په توګه معرفي کړل.
دا همکاري هم تاریخ لري. د ۲۰۲۶ کال په فبروري کې، د قزاقستان د ولسمشر قاسم-ژومارت توقایف د اسلام آباد ته د سفر په جریان کې، دواړو هیوادونو ۳۷ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل او د یوې ګډې اعلامیې سره، خپلې اړیکې ستراتیژیکې ملګرتیا ته لوړې کړې. د بحث یوه له مهمو برخو څخه د منځنۍ آسیا د هند سمندر سره د نښلولو لپاره د بدیلو لارو جوړول وو.
په دې برخه کې ځانګړی اهمیت د تورغندي-هرات-کندهار-سپین بولدک د اورګاډي لاره وړاندیز شوې ده. د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې، قزاقستان د دې اورګاډي د جوړولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم یو یادداشت لاسلیک کړ؛ یوه پروژه چې که بشپړه شي، کولی شي قزاقستان د افغانستان له لارې له پاکستان او د عربي سمندر بندرونو سره وصل کړي.
د قزاقستان لپاره، دا همکاري یوازې سوداګریز فرصت نه دی، بلکې یوه ستراتیژیکه اړتیا ده. د دې د تیلو صادراتو شاوخوا ۸۰ سلنه د خزر کنسورسیوم له لارې نړیوالو بازارونو ته لیږدول کیږي، چې د روسیې له خاورې څخه تیریږي. د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړې او د تیلو په زیربناوو او د نووروسیسک بندر باندې پرله پسې بریدونو د دې لارې زیان منونکي حالت څرګند کړی دی. څرنګه چې تیل د قزاقستان د صادراتو عاید شاوخوا ۵۱ سلنه جوړوي، نو د بدیلو لارو جوړول خورا مهم دي.
په مقابل کې، پاکستان هیله لري چې د منځنۍ آسیا سوداګرۍ راجلبولو او د ګوادر بندر د ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل ترانزیټ دریځ پیاوړی کړي، کوم چې په ۲۰۰۷ کال کې د پرانیستلو سره سره، لا تر اوسه د سیمه ایزې سوداګرۍ او ترانزیټ لوی مرکز نه دی ګرځیدلی.
په هرصورت، د دې همکارۍ امکانات له جدي خنډونو سره مخ دي. په پاکستان او افغانستان کې پوځي شخړې، د پاکستان داخلي امنیتي ننګونې، او د امریکا او ایران جګړې د افغانستان او ایران له لارې د وړاندیز شویو لارو پلي کول ستونزمن کړي دي. په ورته وخت کې، دواړو هیوادونو د نومبر په ۱۸مه په غونډه کې ټینګار وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۱ ملیارد ډالرو ته لوړ کړي.
په ټولیز ډول، د قزاقستان دلچسپي په پاکستان کې د صادراتو لارو تنوع کولو اړتیا او د پاکستان د دې غوښتنې څخه سرچینه اخلي چې د منځنۍ آسیا لپاره د سوداګرۍ دروازه شي. مګر د دې اهدافو ترلاسه کول یوازې ډیپلوماټیکو تړونونو او اقتصادي ژمنو پورې محدود ندي. تر هغه چې سیاسي ثبات، سیمه ایز امنیت، او باوري زیربنا شتون ونلري، د قزاقستان-افغانستان-پاکستان سوداګریز دهلیز او د هند سمندر ته د قزاقستان لاسرسی به یوه پروژه پاتې شي، چې ممکن د سیمه ایزو اتصال پروژو په اوږده لیست کې شامل شي.
ژباړه او لنډیز: سید طاهر مجاب – د دید خبري اژانس
ډیپلومات – Diplomat