د دید خبري اژانس: د خپرو شویو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په دریمه ربع کې په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله افغان اتباع وو، چې د ټولو پناه غوښتونکو ۱۰ سلنه جوړوي.

د ۲۰۲۶ کال په دریمه ربع کې په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله افغان اتباع وو.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې موده کې د ټولو پناه غوښتونکو په غوښتنلیکونو کې د افغان اتباعو ونډه ۱۰ سلنې ته رسیدلې ده؛ دا هغه شمېره ده چې افغانستان په اروپا کې د پناه غوښتونکو د اصلي هیوادونو په سر کې ځای لري.
له افغانستان وروسته، د بنګله دیش او سوډان اتباع هم د پناه غوښتونکو د لویو ډلو په ډله کې دي.
د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د افغان اتباعو د مهاجرت تر شا د ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه، اقتصادي ستونزې، فقر، بې کاري او د کار فرصتونو نشتوالی اصلي عوامل ګڼل کیږي.
دا زیاتوالی په داسې وخت کې راځي چې یو شمیر اروپایي هیوادونو د مهاجرت خپلې پالیسۍ سختې کړې دي او د مهاجرینو د ایستلو او بیرته راستنیدو پروسه یې ګړندۍ کړې ده.