اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په کندهار کې د ګوزڼ واکسین د ملا هبت‌الله د خوندیتوب په شرط پیل شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دوشنبې په ورځ د (مرغومې درېیمه) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو لپاره د ګوزن ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو. تر دې وړاندې د طا-لبانو مشر دغه کمپاین د څه مودې لپاره ځنډولی و.

د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل،‌ کندهار، هلمند، روزګان،‌ زابل او د افغانستان د ختیځو ولایتونو تر څنګ به د هرات په ګډون په دغه کمپاین کې ۶.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د راپورونو له مخې څه موده وړاندې په کندهار کې د ملا هبت‌الله د خوندیتابه په موخه په دغه ولایت کې د واکسینو پر کمپاین بندیز ولګید او لامل یې هم دا بلل شوی و چې طا-لبان ویره لري، د ګوزڼ ضد واکسین په دغه کمپاین کې د دغې ډلې د مشر ځای په نښه نه شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې تازه تېره میاشت د یونیسف له لوري د ګوزڼ ضد واکسین لپاره د (اوټرېچ خدمتونو) په نوم یوه نوې طرحه جوړه شوې چې له مخې یې واکسیناتوران کور په کور له ګرځیدو څخه منعه کړای شوي دي.

د دې طرحې له مخې واکسیناتوران باید د (اوټریچ خدمتونو) له لارې د کلي جوماتونه او یا هم د سیمې د قومي مخورو کورونه د واکسینونو د مرکزونو په توګه وټاکي، چې د سیمې خلک یو مشخص ځای ته د واکسینونو لپاره کوچنیان بوځي.

همدا راز یوې سرچینې ویلې،‌ چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو اېف اېم راډیوګانو له لوري‌ د یونسېف په مالي‌ ملاتړ د عامه پوهاوي کمپاینونه کېدل چې طا-لبانو پرې بندیز لګولی او راډیوګانو ته د دغو اعلانونو لپاره ورکړل کیدونکې بودجه اوس د عامه پوهاوي په نوم د جوماتونو امامانو ته ورکول کېږي.

د ګوزڼ یا کوچنیانو د فلج نړۍوال بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۳ پیښې ثبتې شوې دي چې ډېری هغه یې په ننګرهار ولایت کې دي او وروستۍ درې هغه یې په کندهار کې ثبتې شوې.

د واکسین د برخې د کارکوونکو په وینا؛ په کلیوالیو سیمو کې خلک د کلتوري روایتونو او عامه پوهاوي د نه شون له امله په اسانۍ نه حاضریږي، څو خپلو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ ناروغي په ډېری هېوادونو کې له منځه تللې ؛خو افغانستان او پاکستان لا هم د دې ناروغۍ لپاره خطرناکې سیمې بلل کېږي.

ګوزڼ یا پولیو یوه وایروسي ناروغي ده چې د کوچنیانو عصبي سیسټم ته زیان رسوي او د فلج سبب کېږي. دغه ناروغي له ماشومانو پرته لویانو ته هم لېږدیدای شي ؛خو کچه یې خورا کمه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا