دید خبرې آژانس: په داسې حال کې، چې د غزې د اوربند لومړی ۴۲ ورځنی پړاو پای ته رسېدلی، اسرائیلو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي وړاندیز منلی، چې له مخې به یې د روژې په میاشت او د یهودي فصح جشن پر مهال جګړه ودرېږي.

د دې هوکړې له مخې، تمه ده، چې د اوربند په لومړۍ ورځ یو شمېر اسرائیلي اسیران خوشې شي.
خو د حماس ویاند حازم قاسم دا وړاندیز رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د اسرائیلي اسیرانو خوشې کول باید یوازې د رسمي تبادلې له لارې وشي.
هغه زیاته کړې، چې د اوربند دویم پړاو خبرې باید د لومړي اوربند له ۱۶مې ورځې پیل شوې وای، خو اسرائیل هڅه کوي پرته له دې چې جګړه ودروي، خپل اسیران خوشې کړي.
له بلې خوا، د اسرائیلي اسیرانو کورنۍ د بنیامین نتانیاهو څخه غواړي چې د اسیرانو د تبادلې دویم پړاو ژر تر ژره عملي کړي.
په ورته وخت کې، د حماس پوځي څانګې د اسرائیلي اسیرانو یوه نوې ویډیو خپره کړې، چې په کې نیول شویو اسرائیلي وګړو له نتانیاهو غوښتنه کړې، چې د اوربند دویم او درېیم پړاوونه ژر تر ژره عملي کړي.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، نتانیاهو لا هم د دې هوکړې په اړه له ستونزو سره مخ دی، خو د جګړې بیا پیل ته هم ژمن نه دی، چې دا موضوع د اسرائیلي اسیرانو د کورنیو اندېښنې زیاتې کړې دي.