شاه امانالله خان څوک و؟
د امیر حبیبالله خان درېیم زوی شاه امانالله خان د ۱۸۹۲ کال د جون په لومړۍ نېټه د کابل په پغمان کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
شاه امانالله خان د امیر حبیبالله خان یوازېنی زوی و چې، په پوځي ښوونځي کې یې زدهکړې وکړې او له پوځ سره یې نږدې اړیکې لرلې. کله چې د هغه پلار امیر حبیبالله خان په ۱۹۱۸ زېږدیز کال کې په لغمان ولایت کې ترور شو، هغه د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۸مه واک ته ورسېد او خپله پاچاهي یې اعلان کړه.
د نظامي چارو شنونکی محمد متین محمد خېل په دې هکله وايي:«هغه یو ازادي غوښتونکی کس و او د دې سربېره د هغه یوه اصلاح لاهم دد پغمان په ولسوالۍ کې، کوم ځای چې هلته زېږېدلی پاتې ده، کله چې، انګرېزانو له هغه غوښتنه وکړه، ورته وې ویل چې، لاس دې تر لندنه خلاص.»
شاه امانالله خان له ۱۹۱۹ کاله تر ۱۹۲۹ کاله یعنې لس کاله پر افغانستان حکومت وکړ. هغه د امیر لقب پر پاچا بدل کړ او ځان یې شاه امانالله ونوماوه.
شاه امانالله خان په ۱۹۲۷زېږدیز کال د ډسمبر پر ۱۰مه اسیایي، اروپایي او افریقایي هېوادونو ته خپل شپږ میاشتنی سفر پیل کړ او په ۱۹۲۸ کال کې د ایران له لارې افغانستان ته راستون شو او ځيني اصلاحات یې هم رامنځته کړل.
د نظامي چارو شنونکی کامران امان په دې هکله وايي:«کله چې، هغه له سفره بېرته راستون شو، په یوې سنتي ټولنه کې یې خلکو ته حکم وکړ چې، خپلې لوڼې له هېواده بهر ته د تګ لپاره معرفي کړئ چې، خپلې زدهکړې په بهر کې بشپړې کړي، کله چې، د شاه امانالله خان ښځه اروپا ته ولاړه د یوې مسلمانې په توګه حتا پړونی یې پر سر نهو.»
د شاه امانالله خان اصلاحي اقداماتو د خلکو له روحیې سره مطابقت نهدرلود چې، د هغه پر وړاندې یې د بلوا زمینه برابره کړه او حبیبالله کلکاني د هغه پر وړاندې بلوا وکړه او هغه یې له واکه لېرې کېدو ته اړ کړاو شاه امانالله خان ایټالیا ته ولاړ او هلته مېشت شو. په پای کې نوموړی د ۱۹۶۰ زېږدیز کال د اپریل پر ۲۵مه د سویس په زوریخ کې ومړ او جنازه یې جلالاباد ته ولېږدول شوه او د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.