د طبي موسسو تړل؛ ۳۵ زره ښځینه زدهکړیالانې له زدهکړو محرومې شوې
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینو اې اېف پي ته ویلي، چې په طبي موسسو کې د ښځو پر زدهکړو د بندیز له امله لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ښځینه زدهکړیالانې له زدهکړو بې برخې شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو زدهکړیالانو په لسو دولتي او تر ١٥٠ زياتو خصوصي موسسو کې زدهکړې کولې.
یو شمېر زدهکړیالانو چې له زدهکړو منعه کړل شوې دي، د طالبانو له لوري د دغو مرکزونو د تړلو له پرېکړې څخه وېره او مایوسي څرګنده کړې ده.
له دغو محصلینو څخه یوه یې سجا (مستعار نوم) چې د پوهنتون زدهکړیاله وه او د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې د روغتیایي زدهکړو موسسې ته مخه کړه، وویل: «دا زما وروستۍ هیله وه چې یو څه وکړم، یو څوک شم؛ خو هر څه له موږ څخه د نجونو په جرم اخیستل شوي دي.»
د طا-لبانو مشر په دې وروستیو کې تعلیمي موسسو ته امر وکړ، چې په طبي موسسو کې د نویو ښځینه زدهکړیالانو د نوم لیکلنې څخه ډډه وکړئ او نور نجونې نه شي کولی، چې د طبي زدهکړو لپاره طبي موسسو ته ولاړې شي.
خو په دې اړه کوم رسمي مکتوب او اعلامیه نه ده خپره شوې.
یو شمېر طبي موسسو ویلي، چې په مکتوبي بڼه د دغه امر تر لاسه کېدو پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي؛ خو ځینو بیا ژر تر ژره له زدهکړیالانو څخه ازموینې واخیستې او نور یې فعالیت بند کړ.
سجا چې یو کال یې په طبي موسسه کې زدهکړې کړې دي وویل: «ټول ګنګس دي هیڅوک رښتیا نه وايي، چې څه خبره ده. موږ هره ورځ د دوو یا درېیو مضمونونو ازموینه ورکوو. په داسې حال کې چې مخکینۍ ازموینې مو څو میاشتې مخکې ورکړې وې.»
په کابل کې د یوې طبي موسسې مدیر چې ۱۷۰۰ زدهکړیالان لري او له دې ډلې ۷۰۰ تنه یې ښځینه زدهکړیالانې دي وویل: «موږ له زدهکړیالانو او استادانو څخه ډېر پیغامونه ترلاسه کړي دي او دوی پوښتنه کوي، چې د طبي موسسو د خلاصون کومه هیله شته؟ هیڅوک خوښ نه دي.»
د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو موسسو کې ۳۵ زره ښځو د نرسنګ، قابلهګۍ، د غاښونو او لابراتوار په برخو کې زدهکړې کولې.
ملګرو ملتونو د طا-لبانو دغه پرېکړه غندلې او دا یې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او د نه منلو وړ تبعیض بللی دی.
د دې سازمان کارپوهانو دغه پرېکړه “د ښځو وژنه” بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د دغه بندیز دوام د “غیر ضروري کړاو، ناروغۍ او احتمالاً د افغان ښځو او ماشومانو د مړینې لامل کېدای شي.”
ملګرو ملتونو ویلي، چې دا پرېکړه به په هغه هېواد کې ویجاړونکې پایلې ولري چې په نړۍ کې د مېندو او ماشومانو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې د طا-لبانو د مشر وروستۍ پرېکړې د دغې ډلې چارواکي په دوه ډلو سره وېشلي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طا-لبانو د رسېدو راهیسې، دغې ډلې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او په دې سره افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی، چې نجونې یې له شپږم ټولګي څخه پورته له زدهکړو منعه کړل شوې دي.
د طا-لبانو دغه پرېکړه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
ځینو هېوادونو په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او جنسیتي تبعیض قضیه د هاګ محکمې ته استولې او ویلي یې دي، چې د طا-لبانو په اړه باید څېړنې وشي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې هم ویلي، چې ډېر ژر به د طا-لب مشرانو د نیولو امر صادر کړي.