د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت اعلان وکړ چې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د شاوخوا ۱۸۰۰۰ جریبه ځمکې د استوګنې ځای پرانیستل شوی دی؛ دا استوګنځای د ملا هبت الله اخوندزاده په نوم نومول شوی او د نمرو د ویش پروسه لاهم روانه ده.

د دې استوګنې ځای د پرانیستې مراسمو کې، چې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې ترسره شو، د طالبانو د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر نجیب الله حیات حقاني، د ننګرهار والي محمد نعیم اخوند، د دایمي میشتې کمیټې غړو او د راستنیدونکو کډوالو یو شمیر کورنیو ګډون کړی و.
د طالبانو د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر ټینګار وکړ چې د کډوالو لپاره د استوګنې ځمکې د ویشلو پروسه به د منظم میکانیزم پر بنسټ دوام ومومي. هغه له ګاونډیو هیوادونو هم وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د بشري او اسلامي اصولو سره سم چلند وکړي.
د ننګرهار والي هم د کډوالو دایمي استوګنه یوه اساسي اړتیا وبلله او ویې ویل چې په دې ښارګوټي کې د ژوند د اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.