د دید خبري اژانس: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه پلاوي په مسکو کې د درملو همکارۍ او ګډې پانګونې پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه پلاوي، چې مشري یې د وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد کوله، مسکو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د روسیې فدراسیون کې د افغانستان سفیر او د یو معتبر درمل جوړونکي شرکت له چارواکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
د روسیې د شرکتونو د تولید ظرفیتونو څېړنه، د درملو د کیفیت کنټرول پرمختللي سیسټمونو سره ځان بلد کول، او د لوړ کیفیت او ارزانه درملو واردولو لپاره د اساس جوړول د دې سفر له مهمو موخو څخه دي.
د روسیې د درملو شرکت چارواکو هم په غونډه کې د خپلو تولیدي ظرفیتونو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې شرکت د نړیوالو معیارونو سره سم د مختلفو ډوله درملو تولید وړتیا لري او د کیفیت کنټرول، بسته بندۍ او صادراتو سکتورونو کې معیاري سیسټمونه کاروي. دوی افغان پلاوي ته د خپلو صادراتي بازارونو او د مختلفو هیوادونو سره د سوداګرۍ همکارۍ په اړه هم معلومات ورکړل.
بیا دواړو خواوو د باکیفیته درملو د صادراتو د اسانتیا، د ټرانسپورټ لګښتونو کمولو، د ګمرکي پروسیجرونو د اسانتیا او په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د ګډې پانګونې د امکان په اړه بحث وکړ.