د انرژۍ او کرنې په سکتورونو کې پانګونه زیاته شوې
د دید خبري اژانس: د بین الوزارتي پانګونې کمیټې اعلان وکړ چې په مختلفو سکتورونو کې لسګونه اقتصادي پروژې د ۳۵ ملیارد افغانیو پانګونې په جذبولو سره د پلي کولو مرحلې ته داخلې شوې دي.

د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر د مرستیال دفتر تر چتر لاندې د بین الوزارتي پانګونې کمیټې اعلان وکړ چې د وړاندیز شویو پروژو د بیاکتنې او تصویب په پایله کې، شاوخوا ۳۵ ملیارد افغانۍ کورني او بهرني پانګونه راجلب شوې ده.
د چارواکو په وینا، د انرژۍ، زیربناوو، ساختماني، کرنې، ټرانسپورټ او معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتورونو کې د پانګونې ۴۸ پروژې د تخنیکي ارزونو او د اقتصادي کمیسیون له تصویب وروسته وروستۍ تصویب ترلاسه کړی دی.
چارواکو زیاته کړه چې دا پروژې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې پلي کیږي او زرګونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه به رامینځته کړي.
همدارنګه، د دې پروژو په پلي کولو سره، د کورنیو ساختماني موادو غوښتنه زیاته شوې او د کورنیو تولیداتو وده سره مرسته کیږي.
د بین الوزارتي پانګونې کمیټې په ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کړی چې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او خپل نوي پلانونه د بیاکتنې او پانګونې لپاره وسپاري.