خبرنړۍ

۲۴ تنه مړه او ۳۰ تنه ورک دي؛ د اندونیزیا د شیرني جوړولو په فابریکه کې لټون او ژغورنه دوام لري

د دید خبري اژانس: د اندونیزیا چارواکو اعلان کړی چې د بانټن ولایت په یوه شیرني جوړولو فابریکه کې د لوی اورلګیدنې له امله لږترلږه ۲۴ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰ نور ورک دي.

د شنبې په ماښام د اندونیزیا پلازمینې جاکارتا ته نږدې د بانټن ولایت په سیکانډه ولسوالۍ کې د PT Fonusa Agung Mulia د شیرني جوړولو په فابریکه کې اور ولګید.

د لټون او ژغورنې عملیات د دوشنبې (د قوس ۲) پورې دوام لري، او د ژغورنې ځواکونه د ودانۍ د بې ثباته کنډوالو او سوځیدلو پاتې شونو په منځ کې د ورکو شویو خلکو په لټه کې دي.

د کار په چارو کې د اندونیزیا د ولسمشر سلاکار سعید اقبال د ۲۴ کسانو مړینه تایید کړه او ویې ویل چې د کار ځای کې د خوندیتوب مقرراتو سره سم عمل بیاکتنه کیږي. هغه دا هم اعلان وکړ چې د شرکت اجرایوي رییس احضار شوی دی.

لومړني راپورونه ښیي چې ممکن د هوا په دستګاه کې د بریښنا شارټ اور لګیدلی وي.

د ژغورنې کارکوونکو تر اوسه پورې د پیښې له ځایه ۲۴ جسدونه را ایستلي دي، خو د اور د شدت او د سوځیدنې د کچې له امله، د فیزیکي معاینې له لارې د قربانیانو پیژندل ممکن نه دي، او چارواکو د قربانیانو د پیژندلو لپاره د جینیاتي ازموینې پروسه پیل کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button