د دید خبري اژانس: د افغانستان او آذربایجان د مطالعاتو مرکزونو ګډه غونډه په باکو کې ترسره شوه، چې تمرکز یې د سیمه ییزو ترانزیټ او سوداګریزو لارو پراختیا و.

دا غونډه د “د ټرانس اوراسیا ترانزیټ او سوداګریزو لارو ستراتیژیک انسجام؛ سیمه ییز اتصال او دوامداره پراختیا” تر سرلیک لاندې د آذربایجان د نړیوالو اړیکو د تحلیل مرکز او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت ترسره شوه.
د آذربایجان د نړیوالو اړیکو د تحلیل مرکز مشر فرید شفیع یف د تاریخي اړیکو، اقتصادي همکارۍ او له افغانستان سره د سیمه ییزو اړیکو د پیاوړتیا په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل: “آذربایجان د افغانستان د حاکمیت او د خپلواکو پریکړو کولو حق ملاتړ کوي.”
په ورته وخت کې، د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر عبدالحی قانع، آذربایجان د افغانستان یو مهم سیمه ییز ملګری وباله او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د سیاسي، سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
هغه د لاجوردو دهلیز د پراختیا او د سیمه ییزو ترانزیټ شبکو سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې د همکارۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل: “موږ آذربایجان په خپل سیمه ییز سیاست کې یو مهم شریک ګڼو.”
په دې غونډه کې د لاجوردو دهلیز سره د منځني دهلیز د سمون، د ګمرکي پړاوونو د اسانتیا، د جګړې وروسته بیارغونې او د سیمه ییز اقتصادي ادغام لپاره د فرصتونو په اړه بحث وشو.
ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی د آذربایجان د سفر په جریان کې د شوشا، اغدام، خواجه ای او فضولي ښارونو په ګډون د هیواد له آزادو شویو سیمو څخه هم لیدنه وکړي.