د دید خبري اژانس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اپک سرمشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په لیدنه کې وویل چې دواړو هیوادونو د یو ډیر عادلانه او څو قطبي نړیوال نظم د رامنځته کولو لپاره رغنده چلند غوره کړی دی.

پوتین ټینګار وکړ چې د مسکو او بیجینګ ترمنځ د بهرنۍ پالیسۍ همغږي باثباته پاتې ده او د پیچلي جیوپولیتیک وضعیت سره سره په مثبت لوري روانه ده.