افغانستانخبرنړۍ

یونیسف: د اروپا په ملاتړ به ۳۳۶ افغان دولتي ښوونځي بیارغول او پیاوړي شي

د دید خبري اژانس: یونیسف وايي چې د اروپايي اتحادیې په ملاتړ سره، د افغانستان په سلګونو دولتي ښوونځیو کې د زده کړې د کیفیت د ښه کولو او د ښوونکو د ظرفیت لوړولو پروسه پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې د اروپايي اتحادیې په ملاتړ سره به د افغانستان په ۳۳۶ دولتي ښوونځیو کې د زده کړې د کیفیت د ښه کولو لپاره یو پروګرام پلي شي.

پدې پروګرام کې د ښوونځیو بیارغونه او د وضعیت ښه کول، او همدارنګه د ښوونکو روزنه او د ظرفیت لوړول شامل دي ترڅو ماشومانو ته غوره کیفیت لرونکي زده کړې ته لاسرسی چمتو شي.

دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کیږي چې په افغانستان کې د نجونو په اړه تعلیمي محدودیتونه دوام لري او نجونې د ثانوي او لوړو زده کړو څخه محرومې دي.

یونیسف مخکې ویلي وو چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ ملیونه نجونې د زده کړې له دوام څخه محرومې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button