افغانستانخبر

په افغانستان کې د ګاز او ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره د تړون لاسلیک

د دید خبري اژانس: د جوزجان ولایت د جنګل کلان حوزې کې د طبیعي ګاز د استخراج او د بغلان ولایت په پلخمري کې د ډبرو سکرو او انرژۍ د تولید د استخراج قراردادونه د کانونو او پټرولیم وزارت، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست او د عزیزي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شول.

دا پروژې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو چارواکو په شتون کې لاسلیک شوې. د دې پروژو ټول تولیدي ظرفیت شاوخوا ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا ده او د ۳۰ کلونو لپاره ډیزاین شوې ده.

د دې پروژو په پلي کولو سره به د کورني برېښنا تولید زیات شي او شاوخوا پنځه زره خلکو ته به مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button