د دید خبري اژانس: د جوزجان ولایت د جنګل کلان حوزې کې د طبیعي ګاز د استخراج او د بغلان ولایت په پلخمري کې د ډبرو سکرو او انرژۍ د تولید د استخراج قراردادونه د کانونو او پټرولیم وزارت، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست او د عزیزي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شول.

دا پروژې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو چارواکو په شتون کې لاسلیک شوې. د دې پروژو ټول تولیدي ظرفیت شاوخوا ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا ده او د ۳۰ کلونو لپاره ډیزاین شوې ده.
د دې پروژو په پلي کولو سره به د کورني برېښنا تولید زیات شي او شاوخوا پنځه زره خلکو ته به مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر شي.