د دید خبري اژانس: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې په ورځ، د عقرب په ۱۹مه، د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د نسبتا درنو بارانونو او سیلابونو د احتمال اعلان کړی دی.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، د هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، نورستان، لغمان، کاپیسا، پروان، بامیان، دایکندي، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونه به د باران شاهد وي.
د دغو ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په شمالي، لویدیځ، سویل ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو د احتمال هم اعلان کړی دی او په لوړو سیمو کې یې د واورې د ورېدو امکان هم زیات کړی دی.