افغانستانخبرفایلونهښځې

فایق: افغان مېرمنې او ځوانان باید د هېواد په راتلونکو پرېکړو کې ونډه ولري

د دید خبري اژانس: ملګرو ملتونو ته د افغانستان د پلاوي مشر له تعلیم، کارموندنې او ټولنیز ګډون څخه د ښځو او ځوانانو د محرومیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې دغه دواړه ډلې باید د افغانستان د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې فعال رول ولوبوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیراحمد فایق د هېواد د راتلونکي په تړاو د پرېکړې کولو په بهیر کې د ښځو او ځوانانو پر حضور او ونډې ټینګار کړی او د هغوی پر حقونو او ازادۍ یې د محدودیتونو پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

فایق دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې د غونډې په څنډه کې د “افغانستان ځوانان د لارې؛ حقونه، هیلې، ننګونې او فرصتونه” په غونډه کې وکړې.

هغه وويل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان ځوانان د زده کړو، کارموندنې او ټولنيز ګډون په برخو کې له پراخو محدوديتونو سره مخ شوي دي. داسې وضعیت چې د نجونو او ښځو په ژوند یې ژوره اغیزه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر د یونیسف د شمېرو په حواله ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې څه باندې ۲،۶ میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي.

د فايق په وينا، د پوهنتونونو دروازې لا هم د ښځو پر مخ تړلې دي او د کار او تګ راتګ محدوديتونو د هغوى فردي خپلواکي او د ژوند فرصتونه سخت کم کړي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان ښځې او ځوانان باید له هغو پروسو څخه ونه ایستل شي چې د هېواد راتلونکی ټاکي او باید په اساسي تصمیمونو کې د ګډون فرصت ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button