د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه تر اګست پورې، په افغانستان کې شاوخوا ۹.۳ ملیون خلکو بشري مرستې ترلاسه کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه تر اګست پورې، په افغانستان کې شاوخوا ۹.۳ ملیون خلکو د بشري مرستو څخه ګټه پورته کړې ده.
د سازمان د راپور له مخې، تر اوسه پورې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۳۰ سلنه چمتو شوې ده.
اوچا وویل چې د ټولې اړینې بودیجې څخه ۵۱۳ ملیون ډالر چمتو شوي، پداسې حال کې چې لاهم د ۱.۲ ملیارد ډالرو بودیجې کمښت شتون لري.