امنیت او حوادثخبرنړۍ
په زاپوریژیا کې د بشري مرستو د ویش پر مرکز د روسیې هوايي برید؛ ۲۶ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ورک دي
د دید خبري اژانس: د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې د بشري مرستو د ویش پر مرکز د روسیې د هوايي برید وروسته لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ورک دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وویل چې دا مرکز د زاپوریژیا سیمې د کومیشوواخا کلي په یوه ښوونځي کې موقعیت لري؛ هغه ښوونځی چې د جګړې لومړۍ کرښې ته د نږدېوالي له امله یې خپل تعلیمي فعالیتونه ځنډولي وو.
د زیلینسکي په وینا، ښوونځی د سرپناه او د بشري مرستو د ویش لپاره د مرکز په توګه کارول کیده.
په ورته وخت کې، د زاپوریژیا ښار شورا منشي رجینا خارچنکو وویل چې له برید وروسته ۲۷ کسان ورک شوي دي.