اسلایدشوافغانستانبشري حقونهخبرفایلونهښځې

۵۵ هېوادونه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښمن دي

د دید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د اسپانیا استازي، چې د دې سازمان د ۵۵ غړو او څارونکو هېوادونو استازیتوب کوي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړې او کارموندنې لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، او له نړیوالې ټولنې څخه یې د دوی وضعیت ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په مقابل کې، د طالبانو چارواکو د ورته نیوکې په ځواب کې ټینګار کړی چې د ښځو د زده کړې او کارموندنې پورې اړوند پالیسۍ د اسلامي قانون د احکامو او د افغان ټولنې د شرایطو په اړه د دوی د پوهې پر بنسټ دي. طالبانو هم له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button