افغانستانخبر

ملګري ملتونه: په تیرو دریو کلونو کې ۴.۹ میلیونه خلک افغانستان ته راستانه شوي دي

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې شاوخوا ۴.۹ میلیونه خلک افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي چې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ پورې شاوخوا ۴.۹ میلیونه خلک افغانستان ته راستانه شوي دي. دې سازمان د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د معیشت مرستې چمتو کولو او اساسي خدماتو ته د لاسرسي پراخولو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

د سازمان په وینا، د خلکو د ژوند ښه کول او اساسي خدماتو ته د لاسرسي زیاتوالی د دې مرستې اصلي اهداف دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د هغو کورنیو د دقیق شمیر چې مرستې ترلاسه کوي او د دې پروګرام لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button