افغانستانخبرروغتیا

د افغانستان په ختیځ کې له ۶۸۰۰۰ څخه زیاتو خلکو له روغتیايي خدماتو څخه ګټه پورته کړه

د دید خبري اژانس: د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د ایټالیا حکومت لخوا تمویل شوي روغتیایی پروګرام په پایله کې، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۶۸۰۰۰ څخه زیاتو خلکو لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۶۸۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو اعلان کړی دی.

سازمان ویلي چې دا پروګرام د ایټالیا حکومت په مالي ملاتړ پلي شوی او ښځې، ماشومان او راستنیدونکي د وړاندې شویو خدماتو لویه برخه لري.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پدې خدماتو کې طبي پاملرنه، واکسین، د درملو ویش او رواني او ټولنیز ملاتړ شامل وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button