د دید خبري اژانس: د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د ایټالیا حکومت لخوا تمویل شوي روغتیایی پروګرام په پایله کې، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۶۸۰۰۰ څخه زیاتو خلکو لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۶۸۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو اعلان کړی دی.
سازمان ویلي چې دا پروګرام د ایټالیا حکومت په مالي ملاتړ پلي شوی او ښځې، ماشومان او راستنیدونکي د وړاندې شویو خدماتو لویه برخه لري.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پدې خدماتو کې طبي پاملرنه، واکسین، د درملو ویش او رواني او ټولنیز ملاتړ شامل وو.