امنیت او حوادثخبرنړۍ
ګوتریش: شخړې باید ودرول شي او نړیوال قانون ته باید درناوی وشي
د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، په ټوله نړۍ کې د شخړو د بندولو اړتیا باندې ټینګار وکړ، د نړیوال قانون اطاعت، د ملکي وګړو ساتنه، او د نړیوالو سمندري تګ راتګ حقونو او آزادیو ته درناوي غوښتنه یې وکړه.

ګوتریش دا هم ټینګار وکړ چې د ډیپلوماسۍ د بریالیتوب لپاره باید اړین ځای چمتو شي.
هغه په یوه پیغام کې وویل: “هرچیرې، شخړې باید ودرول شي. نړیوال قانون ته باید درناوی وشي، ملکي وګړي باید خوندي شي، د نړیوال سمندري تګ راتګ حقونه او آزادیو ته باید درناوی وشي، او ډیپلوماسۍ ته باید د بریالیتوب فرصت ورکړل شي.”