افغانستانخبرخبرې اترېنړۍ

حقاني د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ پر دوامداره همکارۍ ټینګار کوي

د دید خبري اژانس: د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې له نوي شارژدافیر نیکولا بلومیو سره په یوه لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر ساتلو، د همکارۍ پر پراخولو او د مخدره توکو پر وړاندې په مبارزه کې پر دوامداره مرستو ټینګار وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو خواوو په دې غونډه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې مثبتې ارزولې او د دوامداره همکارۍ په اړه یې بحث کړی دی.

د وزارت په وینا، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې دوام او د دې سکتور سره اړوند مرستې ساتل د بحث نورې موضوعګانې وې.

په دې غونډه کې د افغانستان امنیتي وضعیت هم وڅېړل شو، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د راپورته شویو امنیتي مسلو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button