افغانستانخبر

وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانان له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ باسي

د دید خبري اژانس: وچکالۍ، بې وزلۍ او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي په میلیونونو افغانان له جدي بحران سره مخ کړي دي.

د پي بي اس راپور ورکړی چې په بامیان ولایت کې د کرنیزو ځمکو وچیدل، د اوبو د سرچینو کمیدل او د کار فرصتونو نشتوالي یو شمیر کورنۍ اړ کړي چې خپل کورونه پریږدي.

د راپور له مخې، تیر کال، د افغانستان د نفوس نږدې درې پر څلورمه برخه د فقر له کرښې لاندې ژوند کاوه او اوس ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه، د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله، یو شمیر اوسیدونکي د ککړو اوبو کارولو ته اړ شوي دي.

پي بي اس زیاته کړه چې اوس مهال په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د بشري مرستو لپاره د ۱.۷ ملیارد ډالرو بودیجې یوازې ۱۴ سلنه چمتو شوې او په ټول هیواد کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button