د دید خبري اژانس: بې ساري سخت باران د جاپان د ناګویا په ځینو برخو کې پراخه سیلابونه رامینځته کړي دي، چې سیمه ایزو چارواکو یې د لوړې کچې خبرداری ورکړی دی.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې په ناګویا کې یوازې په یوه ساعت کې ۱۰۴.۵ ملی متره باران وشو، چې د ښار په تاریخ کې ترټولو لوړ باران دی.
دروند باران، چې د باران د ګڼ بند له امله راغلی، سړکونه یې ډک کړي او د سیندونو د اوبو د بهیدو خطر یې زیات کړی دی. په ورته وخت کې، د ناګویا د چیکوسا، موریاما او میتو برخو لپاره د پنځمې کچې “خوندیتوب بیړني حالت” خبرداری خپور شوی دی.