د دید خبري اژانس: د راپورونو له مخې، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د دریم پروان څلور لارې او د مارکیټ څلور لارې ترمنځ د تېلو یو ټانکر اور اخیستی دی.
د ټانکر له اور اخیستو وروسته، په سیمه کې یو لړ چاودنې وشوې او شاوخوا سیمه یې توره او غلیظه لوګي ډکه کړه. ځایي اوسیدونکو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د چاودنې او اور لګېدو دقیق لامل لا نه دی مشخص شوی او نور جزییات یې په اړه څېړل کیږي.