اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه غونډه ترمذ ښار کې شوې

دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ترمذ ښار کې، د اسلامي امارت او ازبیکستان د چارواکو ترمنځ د غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.

په دغې غونډه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوع‌ګانو له هغې ډلې په افغانستان کې د ازبیکستان پر پانګونې، د څه باندې ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د سبزیو او مېوو د پروسس د کارخونو پر جوړولو، د حیرتان په بندر کې د اقتصادي او سوداګریزې مجتمع پر جوړولو او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اوږدمهالو ویزو د صدور په برخه کې پر اسانتیا خبرې اترې کړې دي.

  دغه غونډه ازبیکستان ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د سفر په پایله کې جوړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«په بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې د خوړو د تولید او پروسس، د چرګانو روزنې، درملو جوړولو، د سمنټو او ساختماني توکو تولید، بڼوالۍ او د مېوو او سبزیجاتو پروسس، چې لومړنی ارزښت یې له ۲۰۰ مېلیون ډالرو زیات دی، بحث وشو.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه ازبیکستان د افغانستان یو له مهمو تجارتي شریکانو بولي او د دغه ډول غونډو جوړېدل د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمې ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «باید زموږ موټرو ته اسانتیاوې برابرې شي او د ټرانسپورټ، لېږد رالېږد او ټرانزیټ لګښتونه د دواړو خواوو ترمنځ راکم شي. په دې صورت کې، موږ کولی شو له چین، روسیې او قزاقستان سره خپل ټرانزیټ زیات کړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، په یاده غونډه کې په ترمذ ښار کې د سیمې په کچه د یوه نندارتون د جوړېدو، په دواړو هېوادو کې د سوداګریزو خونو د پرانیستلو، پر ګمرکي همکاریو، د محصولاتو د معیاري کولو، پر کرنیزو همکاریو، د ظرفیتونو پر لوړاوي،او د ترمذ په سوداګریزه مجتمع کې د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ګډې کمېټې پر جوړېدو هم خبرې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا