دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې څه باندې ۴۰ تاریخي ابدې په اساسي بڼه ترمیم شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس محمد حسیب نسیمي ویلي، چې دمګړۍ هم په درېیو ولایتونو کې د اتو تاریخي ابدو د بیارغولو چارې روانې دي او د نورو لرغونو اثارو د ساتنې او مرمت هڅې دوام لري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس طلوعنیوز ته وايي:«د تاریخي ابدو ریاست د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم په برخه کې تل ژمن دی او د ریاست د پلاني موخو له نظره، د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم په برخه کې عملاً څه باندې ۴۰ تاریخي ابدې یې د هېواد په څه باندې اتو ولایتونو کې په بنسټیزه توګه ترمیم کړي دي.»
افغانستان د تاریخي شتمنیو د لرلو له اړخه یو بډای هېواد دی او که د بیا رغونې ترڅنګ، د دغو ابدو د اوږدمهالي مدیریت او ساتنې ځانګړي پروګرامونه عملي شي؛ نو دا میراثونه راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې کېدای شي.