افغانستانخبرخبرې اترېسیمه

تاشکند او کابل د اورګاډي پټلۍ د پراختیا په برخه د همکاري ټینګار وکړ

د دید خبري اژانس: افغانستان او ازبکستان د اورګاډي په برخه کې د همکاريو پر پراختيا، د مالونو د لېږد رالېږد پر زياتوالي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانسپورټي اړيکو د ښه کولو هوکړه وکړه.

د ازبکستان د اورګاډي شرکت اعلان وکړ چې دا موافقه د دغه شرکت د مدیره هیئت رئیس نرزولایف او د افغانستان د ریل پټلۍ رئیس عبدالکریم فاتح په لیدنه کې پرون د حیرتان په سټیشن کې وشو.

د دغه راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د اورګاډي د نښلولو د پراختيا، له شته زیربناوو څخه د اغیزمنې استفادې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مالونو د لیږد رالیږد د حجم د زياتوالي په اړه خبرې وکړې.

دغه راز موافقه وشوه چې د نایب آباد سټیشن به په ټاکلي وخت جوړېږي او له حیرتان څخه تر مزار شریف پورې به د اورګاډي د مالونو لیږد تنظیمېږي.

د روزنیزو اورګاډو د تګ راتګ د شمیر زیاتول او د افغان متخصصینو لپاره د روزنې او ظرفیت لوړونې پروګرامونه د دواړو لورو ترمنځ د توافقاتو بله برخه ده.

د دغو تړونونو موخه د اورګاډي د فعالیتونو ښه کول، د ترانسپورټي اړیکو پیاوړي کول او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button