د دید خبري اژانس: د پیو څېړنیز مرکز وړاندوینه کړې چې په نړۍ کې د مسلمانانو شمیر به تر ۲۰۳۵ پورې ۲.۵۷ ملیارد ته ورسیږي، چې د عیسویانو شمیر به تر ۲.۵۲ ملیارد پورې زیات شي.

د دې وړاندوینې له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې د مسلمانانو شمیر شاوخوا ۲.۰۲ ملیارد او د عیسویانو شمیر ۲.۲۷ ملیارد و. د مرکز د څېړونکو په وینا، که څه هم د دواړو ډلو نفوس مخ په زیاتېدو دی، خو د مسلمانانو د نفوس وده د عیسویانو په پرتله ګړندۍ ده.
پیو مرکز دا هم وړاندوینه کړې چې که اوسنی بهیر دوام وکړي، نو په نړۍ کې به د مسلمانانو شمیر تر ۲۰۷۰ پورې له ۳.۶ ملیارد څخه زیات شي، پداسې حال کې چې د عیسویانو نفوس به له دریو ملیارد څخه کم شي.
د دې اټکل له مخې، د نړۍ په نفوس کې د مسلمانانو ونډه به تر ۲۰۷۰ پورې ۳۶ سلنې ته لوړه شي، پداسې حال کې چې د عیسویانو ونډه به شاوخوا ۲۹ سلنې پاتې شي.
مرکز زیاته کړه چې په ۲۱مه پیړۍ کې به د نړۍ د نفوسو د ودې لویه برخه په افریقایي وچه کې وي.