افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

د افغانستان، ایران او ګرجستان د سوداګرۍ خونې به د پوټي بندر فعال کړي

د دید خبري اژانس: د افغانستان او ایران د ګډې خونې او د ګرجستان د سوداګرۍ خونې مشرانو په یوه ګډه غونډه کې د پوټي بندر د ظرفیت په کارولو سره د اروپايي بازارونو ته د افغان توکو د لیږدولو او د سوداګرۍ همکارۍ پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې غونډه کې، د افغانستان د صادراتي محصولاتو معیاري کولو او د ترانزیټ او پروسس صنعتونو کې د همکارۍ په اړه ټینګار وشو. د ګرجستان د سوداګرۍ خونې مشر ته هم بلنه ورکړل شوه چې افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې فرصتونه وپلټي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button