د دید خبري اژانس: د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازي سره وکتل او د اقتصادي همکارۍ پراخولو، د کار فرصتونو رامینځته کولو، د خصوصي سکتور ملاتړ او د راستنیدونکو اړتیاوو ته د رسیدو په اړه یې بحث وکړ.

د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازي تورهان صالح سره په خپله لیدنه کې یې د اقتصادي همکارۍ پراخولو او د خصوصي سکتور ملاتړ په لارو چارو بحث وکړ.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د زیربنایي پروژو پلي کول، د کار فرصتونو رامینځته کول، د راستنیدونکو اړتیاوو ته رسیدګي او د افغانستان د اقتصادي ننګونو څیړل د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي د چیک ډیمونو جوړولو، د تعلیمي فرصتونو چمتو کولو، د کوچنیو سوداګرۍ ملاتړ او د مخدره توکو د کښت سره د مبارزې په برخه کې د دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.