افغانستانخبر

په بامیان کې د پنځو پرمختیايي پروژو کار پیل شو

د دید خبری اژانس: د بامیان ښاروالۍ پنځه پرمختیایی پروژې د ۲۸۳۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د دغه ولایت په مرکز کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې چې په روان مالي کال کې د باميانو ښاروالۍ له پرمختيايي بودجې څخه پلې شوې دي، په غلغلي ښار کې د يو کيلومتر سړک د قير کول، په دغه ښار کې د دوه پوړيز سوداګريز مارکېټ جوړول، د فلزي کارګرانو لپاره د ٢٢ دوکانونو جوړول، په نوي ښار کې د سوداګريزو مارکېټونو تر منځ د سړکونو کانکريټ اچول، د دشت عيسی خان په مرکز او سېلاب کانالونو جوړول شامل دي.

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دغه پروژې د ښاري زیربناوو د پراختیا، د عامه خدمتونو د ښه والي او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په هدف پلې شوې دي.

د دغو پروژو د پرانستلو په مراسمو کې د باميانو ښاروال حافظ راز محمد ياسر د ښاري نظم په ښه والي او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټينګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button